پيغام:

د كرني ، اوبولگولو او مالداری وزير جلالتماب عبيد الله رامين پيغام:

ټول پوهيږو چه د افغانستان ملي اقتصاد كرنه تشكيل كړيده او زمونږ د وګړو ۸۵ فيصده خلك په كرنه بوخت دي او د همدي لاري معيشت يي تامينيږي. ځني د كرني د پيداوارو په سوداګري او پروسس او پاتې نور خلك د مصرف كونكو له جملي شميرل كيږي چه د خلكو ۱۰۰ فيصده تكيه په كرنه ښودل كيږي.

مګر په تاسف سره بايد ووايو چه ډيري خرابي د تيرو دو ولسيزو جنګونو او پرله پسي وچكالي خپل اقتصادي او اجتماعي بڼست مو دلاسه وركړي دي، په هيواد كښي د كرني سيستم شديده صدمه ليدلي ده. د زراعتي امكاناتو او سيستم د له منځه تلو په وجه زراعتي پيداوار او د هغي كيفيت په سرسام آوره توګه ټيټ شويدي او د هيواد بزګران ناچاره د كوكنارو كرلوته مخه كړيده.

اوس د افغانستان اسلامي جمهوريت رئيس جلالتماب كرزي صاحب ډيره لويه دنده زمونږ په اوږو ايښي ده. چه په راتلونكو پنځو كلونو كښي د خلكو په سر ګټه د ۲۰۰ دالرو څخه ۵۰۰ دالروته لوړ كړو، ډير اوچت ګامونه د غربت د كمولو او لوږي دله منځه تلو د پاره د كرني د پراختيا په واسطه پورته كړو او د هيواد خلكوته نوي وظيفي رامنځته كړو، بناپر دي د كرني وزارت د هيواد د كرني د موجوده شرايطو په درك كولو سره په داسي حال كښي چه زمونږ بزګران د قرضي او كريدت د پاره لاسرسي نه لري، د اوبو سيستمونه خرابي شويدي، بزګران د زراعتي توليد د پاره وسايل، د كرتخم، باكيفيته كيمياوي سري په لاس كښي نلري نوي معلومات او نوي تكنالوژي د هغوي په اختيار وكړل شوي نه دي، د ماركيت او پروسس زميني مساعدي نه دي، د حيواني او نباتي مرضونو او آفتونو مخنوي تراوسه نه دي شوي، ډيري لويي وظيفي په غاړه لرو. علاوه پر دي يوه ډيره مهمه وظيفه د كرني د سكتور خصوصي كول دي چي بايد د هيواد پانګه وال او سوداګر دي ته وهڅوو چه د كرني په سكتور كښي پانګي واچوي او په چټكي سره د پروسس او بسته بندي زميني ومومي او د هغوي په واسطه د زراعتي پيدا وارو د پاره ماركيت و موندل وشي. د كرني او اوبو لګولو وزارت اوس د دولتي ځمكو پر قانون باندي كاركوي ترڅو دولتي ځمكي تصفيه شي او ديوي قانوني پروګرام په اساس وچ اوبكر ځمكي پانګه وال او سوداګروته د كرني او مالداري، د شاتو مچيو، ميوو، سبو د زراعتي  پيداوارو د پروسس فابريكي او سوداګري بازارونو د موندلو د پروژو د جوړولو په مخه وويشل شي.

زمونږ په هيواد كښي سره د دي چه اوس د كرنيزو ځمكو ۷۰ فيصده دغنمو د كر د پاره ټاكل شويده په داسي حال كښي چه ز مونږ د خلكو د پاره كفايت نه كوي، د هغو پلانونو چه ترلاس لاندي دي په پام كښي لرو ترڅو د پيداوارو كميت او كيفيت لوړ كړو او په دي توګه د ميوو او سبو كرل چه د غنموپه پرتله باارزښته دي، په راتلونكي كښي د غنمو د ۴۰ فيصدو ځاي به ونيسي.

د چاپيريال ښه والي او ساتنه د كرني پراختيا پوري اړه لري په هره اندازه چه كرنه او شنه كول پراختيا ومومي په همغه اندازه د چاپيريال وضعيت ښه كيږي، برسيره پر دي د كرني وزارت په پام كښي لري ترڅو د ښارونو په شنه كولو او د ځنګلونو په پراختيا كښي او چت ګامونه پورته كړي.

د كرني وزارت په هيواد كښي د كوكنارو د كر د مخنوي په لټه كښه ده ترڅو باارزښته بديل د هيواد بزګرانو ته ومومي او د هغوي په اختيار كښي وركړي ترڅو دكوكنارو كر زمونږ د هيواد څخه محوه شي.

 

 

 

 لومړي مخ    

د وزارت استراتيژې    

وزیر    

زموږ په هكله    

  رسمي اسنادونه    

 خبرونه    

   زده كړې    

  د دندي اعلانونه    

 انځورونه    

مونږ سره اړيكي    

اريكي    

 
 

د كرني ، اوبولگولو او مالداری وزارت ، جمال مینه - کارته سخی ، کابل افغانستان تیلیفون شميره 2500315(020)0093

    ۲۰۰۵© د کرنی ، اوبولگولو او مالداری وزارت   ، د ټوله حقونو څخه خوندي دي  ایمیل: webmaster@agriculture.gov.af

دغه ويپ پانڼه د ICT ګډه پروژې او د كرني ، اوبولگولو او مالداری وزارت  او ICRISAT څيړنيزې موسسي په مرسته جوړه شوي دي