ICT:

 د ICT د پروژي د روزني برخه:

د ICTد پروژي د عمده اهدافونو څخه د كرني او اوبو لګولو د وزارت د مامورينو زده كړه او روزل دي ترڅو كمپوتر او انترنت ته لاس رسي پيدا كړي، په لمړي ګام كښي د وزارت هغو كاركونكو ته چه تراوسه كمپيوتر ته لاس رسي نه درلودل د كمپيوتر د زده كړي دوه مياشتي كورس په لاه واچول شو چه د Ms. Word, Ms. Windows او دري تايپولو پروګرامونه به وښودل شي چه په لمړي دور د رواجولو عمومي رياست ۱۲ تنو كاركونكو ته ښوونه وركړل شو او په يوه غونډه كښي د فراغت اسناد ترلاسه كړل.

د كمپيوتر دوهم روز نيز كورس د اګست په لمړي نيټه د كرني د وزارت د مختلفو رياستونو ۱۴ كاركونكو ته جوړه شو چه د ټاكلي مودي ورسته په برياليتوب سره پاي ته ورسيده او د كورس فارغين د فراغت اسناد ترلاسه كړ.

د كمپيوتر د كورس دريمه دوره د وزارت ۱۲ ښځو كاركونكو ته د اكتوبر په ۱۰ امه نيټه چه د ۱۳۸۴ د ميزان ۱۸ امي سره برابر دي، جوړه شوه او په برياليتوب سره پاي ته ورسيده.

دكمپيوتر د كورس څلورمه دوره د ۲۰۰۶ ميلادي كال د جنوري په ۲۰ نيټه پيل شو. او د اداري د رياست ۱۸ تنو كاركونكي وروزل شو. دا كورس هم د Ms. Word, Ms. Windows انګريزي او دري تايپول درس وركړل شو، نوموړي كورس دونيم مياشتي دوام وكړ چه په برياليتوب سره سرته ورسيده او د كورس غړوته د اپريل په ۲۳ نيټه د يوي غونډي په ترڅ كښي سرتفيكيتونه وويشل شو، دا سلسله په راتلونكي كښي هم دوام لري او په نظر كښي ده چه د انترنت په اړه هم زمونږ په روزنيز پروګرام شامل شي ترڅو د دي وزارت كاركونكي د انترنت څخه موثري ګټي اخستني سره پيژند ګلوي پيدا كړي ترڅو وكولاي شي د انترنت له لياري عصري تكنالوژي سره د نږدي څخه په تماس كښي وي.

 

 

 لومړي مخ    

د وزارت استراتيژې    

وزیر    

زموږ په هكله    

  رسمي اسنادونه    

 خبرونه    

   زده كړې    

  د دندي اعلانونه    

 انځورونه    

مونږ سره اړيكي    

اريكي    

 
 

د كرني ، اوبولگولو او مالداری وزارت ، جمال مینه - کارته سخی ، کابل افغانستان تیلیفون شميره 2500315(020)0093

    ۲۰۰۵© د کرنی ، اوبولگولو او مالداری وزارت   ، د ټوله حقونو څخه خوندي دي  ایمیل: webmaster@agriculture.gov.af

دغه ويپ پانڼه د ICT ګډه پروژې او د كرني ، اوبولگولو او مالداری وزارت  او ICRISAT څيړنيزې موسسي په مرسته جوړه شوي دي